Menu Close

Vision Statement Pashto

د کلتوري مرکز موخې او کړنلارې

د افغانان امريکن پرګنو د ارزښتونو استازیتوب کول

د افغانانو د بيلابيلو ټولنیزو، اقتصادي، ديني، کلتوري او نژادي څانګو تر منځ د اړیکو، تګ راتګ، او اندونو د راکړې ورکړې پالل، پراخول، او هڅول.

د خپلو موخو د ترسره کولو لپاره د اوقاف رامينځته کول، د سیمینارونو او کنفرانسونو رابلل او او د لوړکیفیته ښوونیزو پروګرامونو جوړول.

په امریکا کې د ميشتو افغانانو او په امریکا کې د نورو پرګنو تر مينځ د ملګرتیا او پوهاوي پالل او پراخول

د هغو کړنو د پرمختيا لپاره چې په امريکا کې د ميشتو افغانانو لپاره د ګټې وړ وي او افغان – امريکايي اړيکو ته په هره برخه کې وده ورکوړي د همفکره او همغږو ټولنو سره د ګډ کار لپاره په امريکا کې د افغاني ټولنې سمبالتيا

 

د مرکزلرلید

په ټولیز ډول د ټولنې سره د کره او سمو اړیکو پاللو، ودې ورکولو او هڅولو په نیت، په امریکا کې د ميشته افغانانو د شته افغان کلتور، دودونو، او هنرونو تر منځ د یووالي د لا پراخولو لپاره د لارښود رول ترسره کول

 دندې یا ماموریت

افغان امریکن کلتوری مرکز ژمن دی چې په سویلي کلیفورنیا کې د میشتو افغان ترمينځ پرته د کوم توکميز، قومي، جنسي، ژبنې او عمر د توپیر څخه خدمت وکړي

چې افغان کلتور، میراثونه، ژبې او دودونه وساتي او وپالي او په امريکا کې ميشو افعان نسلونو ته يې انتقال کړي

افغان امريکن کلتوري مرکز ژمن دی چې افغان ځوانانو او ماشومانو ته د مورنۍ ژبې د زده کړې او کلتور دپاره ښوونیز پروګرامونه چمتو کړي

افغان امریکن کلتوري مرکز ژمن دی چې افغان کلتور او دودونو د پيژندنې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه کلتوري او دودیزو نندارتونونو ته وده ورکړي

افغان امریکن کلتوري مرکز ژمن دی چې د افغان پرګنيو د ژوند او کلتوري پرمختګ لپاره د ملي ورځو، کلتوري رخصتیو، تاریخي پيښو، او ديني مراسمو د لمانځنو لپاره بيلابيل چاپیریالونه رامنځته کړي

افغان امریکن کلتوري مرکز د داسې يو چاپيریال د رامينځته کولو ژمن دی چې هلته ټول افغان چارپوهان او سوداګر وکړای شي د یو بل سره اړیکي وساتي او وپالي او داسې خيريه کارونه ترسره کړي ترڅو په امريکی کې میشتوافغانی ټولنې ته ترې ګټه ورسيږي

د افغان امریکن کلتوري مرکز موخې

افغان امریکن کلتوري مرکزد یو غیر انتفاعي  مرکز په توګه

 501 (c) (3)

  رسمٱ دامریکا د عوایدو په ریاست IRS او د کلیفورنیا په ایالت کې جوړاو راجسټر شوی دی. دا ټولنه خپل ټول فعالیتونه د غیر انتفاعي  مراکزو د کړنلارې  په اساس پرمخ وړي. ستاسو مرستې د

501 (c) (3)

مقررې په اساس د مالیاتو څخه بيرته راستنونکې دي

ځانګړي موخې

افغان امریکن کلتوري مرکز يوه غیر سیاسي او غيرګوندي  ټولنه ده. د دې مرکز موخه ده چې په سویلي کلیفورنیا کې ټولو میشتو افغانانو ته داسې چاپيریال برابر کړي ترڅو د هغوی تر منځ یووالی، پیوستون، او ورورولي پراخه شي او افغان کلتوري او دودیز ارزښتونه په امریکا کې میشتو افغانانو راتلونکو نسلونو ته وښيي او وروپپژني